ناسا سپوږمۍ ته تر ټولو قوي توغندی توغولی دی

پنجره ورځپاڼه: د امریکا فضايي ادارې “ناسا” ويلي چې د دغه هېواد فلوریډا ایالت له کېپ کاناورال څخه يې سپوږمۍ ته خپل تر ټولو قوي توغندی توغولی دی.

ناسا ويلي، له یاد ماموریت څخه یې موخه د “اوریون” سپوږمکۍ مخته بېول دي، چې د سپوږمۍ سطحې ته د رسېدو لپاره ستورمزلي پکې لېږدوي.

د چهارشنبې په ورځ دا توغندی وروسته له هغه وتوغول شو، چې په تېرو اګسټ او سیپټمبر میاشتو کې د تخنیکي ستونزو له کبله د توغندیو د توغولو هڅې ناکامې شوې وې.

پوهانو دا ځل دغه تخنیکي ستونزې حل کړې دي او فضا ته د توغولو سیستم ته یې د فعالیت اجازه ورکړې ده.

د ناسا مشر بېل نېلسن وویل: “دا تر ټولو لویې لمبې دي چې ما په خپل ژوند کې ولیدې او په مطلق ډول د غږ تر ټولو سخته څپه وه”.

دغه توغندی به د سپوږمۍ سطحې ته د سم تګلوري د ټاکلو لپاره د خپل ماموریت مهم پړاوونه سرته ورسوي.

Back to top button