ناسا ځمکې ته ورته سياره کشف کړې

د ناسا نوې موندنې ښيي، چې ستورپېژندونکو يې د ٢٠٠ نوري کالونو په لرې والي سره ځمکې ته ورته سیاره کشف کړې ده. 

نړۍ‌والې رسنۍ د ناسا د تازه خپاره شويو معلوماتو له مخې وايی، چې ستورو پېژندونکو یې د ۲ سوه نوري کالونو لرې والي په پرتله ځمکې ته ورته نوې سياره کشف کړې، چې د TOL-700 په نوم یې نومولې ده.

ناسا وايي، چې دغه سیاره له ځمکې سره ٩٣% ورته والی لري او داسې اټکل شوی چې ممکن د اوسېدو لپاره مناسبه ځای اوسي.

دغه د راز ناسا پوهان وايي دا چې د اوسنیو امکاناتو پر مټ ٢ سوه نوري کالونو ته اړتیا ده؛ تر څو بشر هلته خپل لومړی ګام کېږدي، نو د ورتګ موضوع یې پېچلې ښودلې ده.

Back to top button