نریندرا مودي: د اوکراین او روسیې د روانې جګړې د درېدو لپاره هڅې کوم

پنجره ورځپاڼه: د هند صدراعظم نریندرا مودي د جي۷ هیوادونو د سرمشریزې په ناسته کې ویلي چې هېواد به یې د اوکراین او روسیې د شخړې د هواريلپاره تر خپل وس هر څه وکړي.

مودي چې د جاپان په هیروشیما کې د جي۷ سرمشریزې په څنډه کې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل وروسته د لومړي ځل لپاره د اوکراین له ولسمشرویلادیمیر زلینسکي سره ولیدل، ټینګار یې وکړ چې هر څه يې چې په وس پوره وي د اوکراین د او روسیې د شخړې حل لپاره به یې وکړي.

که څه هم مودي په اوکراین کې د شخړې د هواري لپاره د خپل هېواد د هڅو خبره وکړه، خو هغه له زلینسکي سره له مخامخ کتنې وروسته هم پر اوکراین دروسیې پوځي یرغل ونه غنده.

بل لوري ته بیا ویلادیمیر زلینسکي د ټیلګرام له لارې د یو پیغام په خپرولو سره، د هند څخه مننه کړې چې په ځانګړې توګه دنړۍوالو سازمانونو له لارې د هغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ملاتړ کوي.

ظاهر څراغ

Back to top button