د نغري ماته پښه
ليکوال: ډاکټر احسان الله درمل
د هرې ژبې د فعاليت نغری لږ تر لږه د درې ډېرو لویو نقشونو پر پښو درېږي:
يو، اتوماتيک نقش؛ دوه، هنري يا عاطفي نقش او درې، علمي او اکاډميک نقش.
د ژبې د اتوماتيک نقش په مرسته موږ ورځنۍ چارې مخ ته بيايو. اوبه راکه، دړه خلاصه کړه، وخوره، مه خوره، راشه، لاړ شه او ميليونونه خبري، امريه او استفهامي جملې چې د کورنۍ په غېږ کې يې زده کوو او بيا يې په ټولنه کې وايو. د ژبې د دې نقش په مرسته دوه انسانان د يو بل په خبره پوهېږي او مناسب غبرگون ورته ښيي. مثلاً که زه چاته ووايم چې «اوبه راکه»، نو هغه شېدې يا تيږه ځکه نه راکوي، چې د ژبې د اتوماتيک نقش په مرسته هم «اوبه» پېژني او هم د «راکه» په مطلب پوهېږي.
د ژبې د عاطفي يا هنري نقش په مرسته انسانان يو بل ته عواطف ور لېږدوي. دا نقش هغه مهال ډېر مهم وي، چې د انسان ذهن له خنثی حالته وتلی او عاطفي شوی وي. د دې نقش په مرسته موږ پوهېږو، چې متکلم مين دی، غوسه دی، خپه دی، مايوس دی او که څه بله کيسه ور پېښه ده؟
د ژبې له دغه نقش سره شاعران او ټول هغه هنرپېشه خلک سر و کار لري، چې غواړي خپل احساس او عاطفه د ژبې له چينله نورو ته ور ولېږدوي. دا نقش د ژبې له اتوماتيک نقش سره توپير لري او ځکه خو د دې ډول ژبې په وړاندې زموږ غبرگون هم هغسې نه وي، لکه د اتوماتيک هغه په وړاندې.
مثلاً کله چې شاعر وايي چې:
مورې مورې تږی يم په لپه کې «اوبه راکه»
نو څوک رښتيا اوبه نه ورکوي، ځکه چې اوريدونکی پوهېږي چې شاعر اوبه نه غواړي، بلکې د دې مسرې په لپه کې موږ ته له خپلې مور سره د شديد عاطفي تړاو د اظهار اوبه راکوي.
یا کله چې شاعر وايي:
ما خپله توره کړه د ورور په زړۀ کې ماته خدايه!
نو ټولنه او محکمه شاعر د خپل ورور د قتل په تور نه نېسي، بلکې اورېدونکي پوهېږي چې دلته «ما» بذاته شاعر نه دی او توره هم ممکن سيمبوليک نقش ولري.
د ژبې درېيم او لا مهم نقش د افکارو، فلسفې، ساينس او ټولو اکاډميکو مفاهيمو لېږدول دي. لويې ژبې دا ظرفيت لري، چې ډېر پېچلي علمي او تخنيکي مسایل هم په متونو واړولای شي او د خپلو ويونکيو د علمي سويې په لوړولو کې فعاله ونډه واخلي.
زما په نظر پښتو په لومړيو دوو نقشونو کې د نړۍ تر هيڅ ژبې کمه نه ده او په ځينو برخو کې لا زياته هم ده. که کليو او بانډو ته لاړ شئ، وا به ورئ چې پښتانه د يوه مطلب د بيان لپاره رنگارنگ پېرايې کاروي. ممکن د «اوبه راکه» پر ځای ووايي چې يو غلام خو ازاد که او زموږ کليوال د «مړۍ مې وخوړه» پر ځای يو نيم وخت وايي چې تېل مې واچول. له استاد پسرلي مې يوه ورځ وپوښتل چې په «بخملي صحرا» کې کارول شوې مجازي او له کنايو ډکه ژبه دې چېرې زده کړې؟ استاد وويل چې دغسې ژبه مې مور ويله. بيا يې جالبه کيسه راته وکړه، چې په ليکلو ارزي:
«وړوکی وم، کوڅه کې د دوو ماشومانو جنگ شو، يو يې خوږ کړ. د خوږ شوي ماشوم مور را ووته او مقابل ماشوم ته يې ښېرا وکړه، چې په سينه دې گر وشه!
زه په منډه مور ته راغلم او هغې ته مې کيسه وکړه، بيا مې د ښځې ښېرا ورته وويله چې دا څه مانا؟ مور وويل: د ښځې مطلب دا دی چې مړ شې! مړی چې په تخته لمبوي نو د تن کالي يې ور څېروي، دغه څېرول يو گر غوندې اواز لري. د ماشوم مور په ښېرا کې دغه گر ياد کړی دی.»
له دې خبرو موخه دا ده، چې پښتانه د ورځنيو مفاهيمو د لېږد لپاره د اظهار له گڼو پېرايو کار اخيستلای شي. دا داسې ده، لکه د يوې کورنۍ هر غړی چې رنگارنگ کالي لري. ښکاره ده چې د ډېرو او رنگارنگ کاليو لرل د لوړ اقتصادي ظرفيت نښه کیدلای شي. همدغسې که د يوې ژبې بېلابېل مفاهيم د خپل اظهار لپاره رنگارنگ ژبني ظرفيتونه کارولای شي، نو غني ژبه ده.
د ژبو د دوهم يا عاطفي نقش له مخې هم پښتو راته تر لويو ژبو کمه نه ښکاري. که پښتو فولکلوريک او ديواني ادب مطالعه کړو، پوهېږو چې پښتو شاعرۍ هم د ټولنې د بېلابېلو قشرونو عواطف تصوير کړي او هم يې رنگارنگ عاطفي حالتونه اظهار کړي دي. د ماشومانو لوبې، سندرې او کيسې، د بورو ورارو ساندې، د ناويانو انگۍ، د پيغلو ټپې، د زلميو د اتڼ، جنگ او عاشقانه احساساتو غاړې، حماسې او سندرې، د شپنو غاړې، د نالوستيو شاعري، د لوستيو ديواني او کتابي شاعري که مطالعه شي، راته معلومه به شي، چې دې ژبې د ټولنې د څومره ډېرو طبقو څومره متنوع احساسات تصوير کړي او لېږدولي دي. په دې کې ځينې مرغلرې داسې دي، چې تاسې يې په لکه غاړه د نړيوال ادب په هار کې پېيلای شئ. مثلاً لنډۍ د پښتو د فولکلوري ادب يو داسې صنف دی، چې د پښتني ټولنې د يوه محروم قشر (ښځې) رنگارنگ عاطفي حالتونه يې په دومره هنر او ايجاز تصوير کړي، چې فکر نه کوم، په هيڅ ژبه کې يې دې سياله شاعري پيدا شي.
البته د ژبو د درېيم يا علمي نقش له مخې پښتو له نړيوالو سره خو څه چې له گاونډيو ژبو سره هم د پرتلې نه ده. فرضاً ته انجينر، ډاکټر، فيلسوف، د کمپيوټر متخصص، اقتصاد پوه، ستورپوه، جینیټیکپوه او يا د علم له کومې بلې څانگې سره تړلی کس یې او غواړې چې د خپل مسلک يوه مهمه موضوع پښتنو لوستونکيو ته وړاندې کړې. څۀ فکر کوئ چې ستاسې ژبه به دغه بار يووړلای شي؟
نه غواړم چې د دې خبرې تاريخي يا ټولنيز دلايل وشاربم، خو شرعه ظاهر گوري، اوس چې خبره دغسې ده، غم يې پکار دی.
د ستونزې د هوارېدو لنډه لاره دا ده، چې پښتانه د يوه مسؤليت پر ځای دوو ته اوږه ورکړي. يو مسئوليت دا چې علم او ساينس زده کړي او دوهم مسئوليت دا چې د خپلې ژبې له طبيعت او ظرفيتونو سره هم ځانونه آشنا کړي. لومړی مسئوليت به موږ په شعوري لحاظ يو سيال قوم کړي او دوهم مسئوليت به موږ ته دا ځواک راکړي، چې خپله علمي پانگه د خپلې ژبې په ظرف کې نورو ته هم ور ولېږدوو. په خپله ژبه کې د ليکلو گټه دا هم ده، چې موږ پوهوي، چې زموږ د ژبې ظرف د کومو موادو لپاره تنگ دی او په کومه برخه کې لا ډېر کار ته اړتيا ده.
پښتو لکه يو ډېر زوړ تاريخي لوښی، چې هم د ورځنيو پيغامونو او هم د بېلابېلو عاطفي حالتونو د لېږد لپاره فوق العاده پراخه سينه لري. زموږ نسل که غواړي چې دغه تاريخي لوښی د دوی په کور کې پاتې شي، نو يو څه مسئوليت به اخلي او هغه دا چې خپل دغه تاريخي لوښی به زموږ د زمانې له اړتياوو سره هم برابروي. ظرفيت او سينه به يې لويوي. داسې چې دغه ژبه د ټولو معاصرو علومو د لېږد ظرفيت خپل کړي. دا کار نه په شعارونو کېږي او نه د ورځو په لمانځلو. په ليکلو کېږي او په لوستلو.
هغوی چې د علومو د ژباړلو، د علومو د ليکلو او د علومو د ويلو په مټ د پښتو ژبې د نقشونو د نغري درېيمه پښه تقويه کوي، راتلونکي نسلونه به يې هېر نه کړي.