نبیل: طالبان د افغانستان او سیمې لپاره وژونکي ناروغي ده

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ويلي، چې طالبان او طالباني مفکورې د افغانستان او سیمې د نن او سبا ټولنې لپاره وژونکې او خطرناکه ناروغي ده.

د ملي امنيت پخواني رئيس پر خپله ټویټر پاڼه د ایران د اسلامي انقلاب د بري د ۴۴مې کلیزې په مراسمو کې ددغه هېواد د سفیر ترڅنګ د یو شمېر طالب چارواکو د عکسونو په خپرولو، طالبان هغو شپنو ته ورته بللي چې د پسونو د غوښې او پوستکو د ترلاسه کولو په فکر کې دي نه د دوی.

نبیل ظاهراً ایران ته په یو ډول اشارې ويلي: «دغه مرض ته په نږدې کېدو سره تاسو هم پرې اخته شئ او خطرناکې پایلې به درته ولري.» هغه ټینګار کړی چې طالبان ځانونه شپانه نور رمه بولي.

د يادونې وړ ده چې ایران که څه هم تر دې دمه په ظاهره څوجڅ طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو له دغې ډلې سره ښې پراخې اړیکې لري.

ظاهر څراغ 

Back to top button