متقي: طالبان به افغانستان د هېوادونو د ترانزیټ پر مرکز بدل کړي

د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په چین کې رسنیو ته ویلي، چې طالب حکومت اقتصاد محور او متوازن سیاست غوره کړی دی.

متقي زیاتوي چې طالب حکومت د تېرو حکومتونو پر خلاف له ټولې نړۍ سره سالمې او مثبتې اړیکې غواړي.

نوموړی وایي، طالبان پلان لري چې افغانستان د هېوادونو د ترانزیټ پر مرکز بدل کړي او دوئ هیله لري چې له افغانستان څخه اقتصادي مهاجرتونه پای ته ورسېږي.

متقي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې افغانان سوله خوښي خلک دي او له نورو هېوادونو سره ښه روابط غواړي او دوئ حق لري چې په سوله او امن کې خپل ژوند او کار ته دوام ورکړي.

Back to top button