Trending

د کابل احمدشاه بابا مېنې کې د پخوانۍ ولسي جرګې استازې مرسل نبي‌زاده وژل شوې

وحیدالله ځدران

پنجره ورځپاڼه: د پخوانۍ ولسي جرګې استازې مرسل نبي‌زاده تېره شپه د کابل ښار احمدشاه بابا مېنې د ۱۲مې ناحيې سليم کاروان ښارګوټي کې په مرموز ډول وژل شوې ده. نوموړې د جمهوري نظام په وروستۍ ولسي جرګه کې د کابل خلکو استازې وه.

ځايي سرچينې وايي، مېرمن نبي‌زاده له خپل یوه ساتونکي سره په‌خپل کور کې وژل شوې او ورور یې سخت ټپي شوی دی. بلخوا د طالبانو د کابل امنيتي مسؤلين ويلي، چې د دې پېښې د مجرمینو د نیولو هڅې پیل شوې دي.

د طالبانو بيا ځلې واک ته تر رسېدو وروسته د خلکو ګومان دا و، چې نسبي امن به قايم شي، خو اوس د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د مرموزو وژنو راپورونه ورکول کېږي، چې ښاريان يې ډېر اندېښمن کړي دي.

Back to top button