ملایعقوب:جنګیالیو ته په اردو کې دشمولیت اولیت ورکوو
طالبان وایي، چې په اردو کې د شمولیت لومړيتوب هغو کسانو ته ورکول کېږي چې پخوا د طالبانو په لیکو کې جنګېدلي دي.
د طالبانو د سرپرست حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وایي، د دوی د اردو شمېر ۱۱۰ زرو کسانو ته رسېدلی دی.
هغه په ټینګار سره ویلي، دي چې په اردو کې به هغو کسانو ته تر نورو لومړی ځای ورکړل شي چې د طالبانو په لیکو کې جنګېدلي او تر هغه وروسته به د نورو کسانو جلب و جذب پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د پخواني پوځ زرګونه سرتېري چې افغانستان کې دي د جمهوري نظام له سقوط وروسته له اقتصادي ستونزو او نامعلوم برخلیک سره مخ دي.