محمدنبي پلان لري چې رتلونکي کې په هېواد کې د سرطان روغتون جوړ کړي

پنجره ورځپاڼه: د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي محمد نبي اعلان کړی، چې په افغانستان کې د ادې په نوم د سرطان ناروغۍ د درملنې لوی روغتون جوړوي.

محمد نبي پرون ورځ، په خپلې شخصي فسبوکپاڼې دغه خبر خپور کړی دی. د کرېکټ ملي لوبډلې دې نوموتي لوبغاړي لیکلي چې یاد روغتون به په خپل شخصي لګښت تمویلوي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو ګڼو افغانانو په په هېواد کې د «سرطان مجهز روغتون» جوړولو کمپاین پیل کړی دی.

بلخوا د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې د افغانستان سوداګرۍ خونې مسوولینو هم ویلي چې د دې کمپاین ملاتړ کوي او د لوګر ټرانسپورټي شرکت د سرطان روغتون جوړولو لپاره سل زره ډالر مرستې اعلان کړی دی. همداراز ویل کېږي ګڼو نورو خیریه بنسټونو هم د سرطان روغتون جوړولو برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دا کمپاین وروسته له هغه پیل شوی، کله چې د جاوېد ابراهيمي په نوم یوه افغان چې په هېواد کې له اړمنو خلکو سره مرسته کوي، پر خپلې فسبوک‌پاڼې د یوه ویډيويي پیغام له لارې د هېواد پر ټولو پاڼګه‌والو، د کرېکټ پر ځینو ملي لوبغاړو او  خیریه بنسټونو غږ کړی؛ څو په افغانستان کې د سرطان مجهز روغتون جوړولو لپاره اقدام وکړي.

ظاهر څراغ 

Back to top button