مور مري، نه پاتې کېږي…!
مور مري، نه پاتې کېږي…!
نجيب ننګيال
مشهور هندوستاني افسانه نګار پريم چند يو وخت ويلي و، دومره افسرده شوی يم چې ماشوم ته هم نشم موسېدلی. هغه وخت مې په دې خبره سر سم نه و خلاص شوی. خو دا ورځې یې حس کوم او پرې پوهېږم چې څه یې ويلي و. ژوند دی. انسان له مختلفو پړاوونو پکې تېرېږي. خو تېرېږي. شايد اجمل اند دا حس همداسې ويلی وي.
خدای مې له مرغيو هم نری کړ زړه
ټوله اوښکه اوښکه يم ژړا يمه
که پوهېدای ماتېدل او غورځېدل دومره ډېر انسانان په دومره دقت در پېژني، لا پخوا به سړي قصدا ځان مات وای. کله کله له عجيبو کيفياتو تېرېږم. سړی نشي کولی د انساني حواسو د دومره ډېرو توپانونو او موجونو ټولې کيسې ته لغات ومومي. ان لا هغه وخت چې طب کې وم، عصبي فزيولوژۍ به هک حيران کړم. تا به وېل له دې خاورينې کوم کهکشان ته الوتی یې او په يوه پېچلي، رنګين او نوري کاينات کې ورک یې. د حواسو او کيفياتو ځان ته اسرار دي. چې هر نابينا نه پرې پوهېږي. نابينايان د سترګو نه وي. د زړه، درک او حواسو هم وي. شايد همدا وجه وي. صوفيان د لطايفو د ژوندي کېدلو نسخه خدای ته د رسېدو لاره بولي. دا خبره هر چا ته سوال نه دی چې يو مرشد ولې د خپل مريد زړه ژوندي کولو ته په تلوسه کې وي. هو، د ژونديو انسانانو زړونه هم مړه وي. د ډېرو مړ وي. د ډېرو مړ شي. ډېر کم دي. چې د زړه لب ډب د لبيک لبيک په مانا اخلي. اورېدلي مې و چې منصور یې سنګساروه. په لویو لویو ګوزارونو یې پروا نه وه. د ابوبکر شبلي په يوه کوچنۍ شګه یې چې د ده په لوري یې وار وه، د اه! چيغه کړې وه. د منصور د دردېدلې چيغې علت د ګوزار درد نه و. د هغه درد د شناخت درد و.
شبلي! ته خو پوهېدې. د راز و نياز له دنيا خبر وې. تا خو به داسې نکول. ته خو به نه بدلېدې. تا خو به لار نه بدلوله. ته خو د انالحق له مانا خبر وې…..
کيسه مې د خپل رنځ کوله. چې نارامه کړی یې یم. خوب ته مې نه پرېږدي. ژوند یې را نه اخيستی. پوهېږئ؟ يو څوک شکايت را ته کوي؟ را ته ژاړي. زارۍ کوي. ستونی یې په ژړا کېني. غواړم تاسې ته یې ووايم…
کله کله دغه غريبه خاوره د مور په څېره کې را ته راځي. چې د خپلو اولادونو په فراق کې ژاړي. وايي زه مو مور يم. تاسې له ما پيدا شوي يئ. زما له وجوده هست شوي یئ. چېرته را نه لاړئ؟ ولې تيت و پرک شوئ. ولې دومره خواره واره. څه در وشو؟ چېرې ځئ؟ تر کله؟ لوی مې کړئ. مينه مې درکړه. جنګونه مو، دعوې مو، ټول لېونتوبونه مو زما په وجود وکړل، اوس چېرې لاړئ؟ خپه يم در پسې. زه هم حس لرم. زه هم دردېږم. خير که ژبه نلرم. خو تاسې چې له ما بېلېږئ، هر يو داسې مرور او بې سلامه ځئ کله مو فکر کړی په ما به څه تېرېږي…؟
زه خپه يم. په هغه ټپه مارې لېونۍ لور پسې مې، چې هر ماښام به د خپل بام په سر رڼو ستورو ته نڅېده. درد یې ټکوروه. اوښکې یې زما په لمن توېدې. اوس نشته او دا ښار خالي شوی. هغه له اوو سمندرونو هم لرې تللې.
زه خپه يم، په هغه زوی پسې مې چې د دې ښار په هر څلور لاري کې یې سپيلني دودونکي ماشوم ته پيسې نه، اوښکې ډالۍ کولې. زما له هر اه سره یې زګېروي کول، له قهره، له درده به اېشېده…
زه خپه يم، د هغه لوړې مينارې د جومات امام پسې چې د خدای نوم یې يادوه. مهربانۍ ته یې خلک بلل. روغه یې کوله. اوس د کليسا همسايه شو…
هې زويه! زما وجود همدومره و. چې تاسې ترې مېشت شوئ. دومره ډېر بچي چې له هرې مور واخلې. ترې پردي یې کړې. هغه مري. هغه مور نه پاتې کېږي. درونه خو همدومره وه چې ما درلوده. تاسې د بچيو د بېلتون درد نه دی ليدلی. تاسې يوه مور نشئ درک کولی. چې څه پرې تېرېږي. خير دی را وګرځئ. خير دی سره جوړ شئ. زه نور د دې زجر زور نلرم. ما نور مه يوازې کوئ. په پرديو مېنو مه لوېږئ. ما ته پيغور دی. زه ځورېږم. زما ګلالي زامن او ښايسته لورانې د بل د منت نه دي. زما دومره سرګرداني په تاسې نه ده پېرزو. بس دی. نور دا درد مه را کوئ. کلونه وشو. څو څو وارې تاسې کور کې جنګونه وکړئ. د يو بل سرونه مات کړئ. ما هم زخمي کړئ. زما چيغې هم مانا نه درته لري. بيا ځينې لاړ شئ. بېل شئ. څوک د هغې شيشکې ګاونډۍ کره واړوئ. له هغه ځايه کاڼي را ولئ. ما پرې ولئ. بده نه ده؟ ځان بد نه درته ښکاري؟ خپله مور څوک ولي؟ له یوې مور زېږېدلي اولادونه دومره بدمرغه څنګه کېدای شي؟ تاسې چا له نظره کړئ. راځئ زه مو نظر وچوم. تاسې ټول ګډ کېنئ. زه اوړه را اخلم. بسم الله وايم. د قل څلور سورتونه……
زه مور ته ګورم. سلګۍ مې واخلي. چيغې وکړم. نارې وهم. ټولو ورونو ته مې…
راځئ! هې تاسې ته وايم. را ټول شئ. زه تېر. زه تسليم. تاسې وګټله. مور خپه کېږي. د ادې لپاره، خير دی. نور جنګ نکوو. هغه رنځوره ده. د هغې درملنه بايد وکړو. ټول یې زړه وساتو. نور د شيشکې له کوره کاڼي نه راولو. د هغې کوډګرې ښځې خبرې هم نه منو. د هغه شين سترګې سړي خوا ته هم نه ورځو. هغه مونږ غولوي. لمسوي مو. هر يوه ته بېله بېله خبره کوي. ډېر لوی شيطان دی. په سخته کې لاس هم نه را کوي. خپله سودا را باندې خرڅوي. هغه مونږ يو ځای نشي لیدلی….
هې اورئ؟ تاسې ته وايم. بس کړئ. مور خپه ده. مور ناروغه ده. ژر راشئ. مور مري. نه پاتې کېږي…..