لوګر کې د محمدي عالي دارالعلوم بیا رغول کېږي

په لوګر ولایت کې د محمدي عالي دارالعلوم بیا رغول کېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولايت په مرکز پل علم ښار پورې اړوند د محمدي عالي دارالعلوم د جومات، اداري، تدريسي او ليليې ودانيو د بيارغاونې عملي چارې پيل شوي دي.

هغوی زیاتوي، د ياد دارالعلوم د بيارغاونې کار يوه مياشت مخکې د پوهنې وزارت، ولايت مقام او پوهنې رياست د مسؤلينو په هلو ځلو پيل شوى چې د روانې اونۍ تر پايه به ورغول شي، او د دې بيا رغاونې له لارې به د جومات په ګډون د اداري، تدريسي او ليليې ودانيو ټولو برخو ته نوى رنګ ور کړل شي، ماتې کړکۍ، دروازې او ښيښې به يې جوړې شي، د برېښنا سيستم به ورته فعال شي او هم به یې د اوبو سيستم د فعالولو لپاره د اوبو يوه ژوره څاه وکېندل شي.

د لوګر د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز د ياد دارالعلوم پر بيا رغونې خوښي څرګندوي او زياتوي، چې ډېر ژر به په دغه دارالعلوم کې د ولايت په کچه د اسلامي زده کړو  يو ستر مرکز د ټولو اسانتياوو په لرلو سره پرانیستل شي.

د محمدي عالي دارالعلوم، ۱۸ کاله مخکې د لوګر د پوهنې رياست په چوکاټ کې پرانيستل شوى، چې دا مهال شاوخوا ۲۵۰ طالب العلمان په کې پر زده کړو بوخت دي.

Back to top button