محمد یعقوب مجاهد زابل ته په سفر تللی

د طالبانو د سرپرست حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد زابل ته په سفر تللی دی.

د طالبانو د حکومت نظامي چارواکي وایي، چې د دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد زابل ته په سفر تللی دی.

هغوئ زیاتوي، مجاهد د دې سفر په ترڅ کې د البدر ۲۰۵ قول اردو له منسوبینو سره د دې ولایت د امنیت په ټینګښت خبرې کړې دي.
هغوئ دغه راز زیاتوي، چې مولوي یعقوب د زابل ولایت له ټولو امنیتي مسؤلینو غوښتي ترڅو د را روان کوچني اختر په ورځو کې د دې ولایت امنیت ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

Back to top button