
لوګر کې د محمد نبي خیریه بنسټ مرسته
لوګر کې د محمد نبي عسی خېل خیریه بنسټ له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د هېواد د ملي کرکټ نوموتي لوبغاړي محمدنبي عسی خېل خیریه بنسټ له لوري له ۶۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
محمدنبي عسی خېل وایي، چې له کابل، لغمان او ننګرهار وروسته یې پرون په لوګر کې له ۶۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. هغه زیاتوي چې د روژې له پیل وړاندې تر اوسه مو له لسګونه اړمنو کورنیو سره مرسته کړې، او دا لړۍ لا هم دوام لري.
عسی خېل د هېواد له شتمنو او سوداګرو غواړي چې په دې سخت اقتصادي وضعیت کې د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.