م م: د افغانستان روان وضعیت د اندېښنې وړ دی

ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړۍوالې ادارې په افغانستان کې پر روان بشري وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

دغه اداره وایي، چې په نړۍواله کچه د بشري وضعیت په اړه غونډه کړې وه چې په هغه کې پر افغانستان هم خبرې شوې دي.

په دې غونډه کې د بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې دلته بشري وضعیت ترینګلی دی او افغانان له بشري اړخه له ناورین سره مخ دي.
د هغه په وینا له یوې خوا لوږه، کمزوری اقتصاد او اقتصادي فشارونه هغه څه دي چې د افغانانو ژوند یې سخت کړی دی او له بلې خوا د ښوونځيو د بندېدلو دوام هم د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

ریچارډ بېنېټ ویلي، افغانستان کې لوږه او فقر د چټکې پراختیا په حال کې ده او که پر وخت اقدام نه کېږي نو په دغه هېواد کې به روان بشري ناورین نور هم پراخ شي.

Back to top button