م م په افغانستان کې نوې استازې وټاکله

د قرغيزستان پخوانۍ ولسمشره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نوې استازې وټاکل شوه.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرېش د قرغيزستان پخوانۍ ولسمشره د افغانستان لپاره خپله نوې ځانګړې استازې وټاکله.

ملګرو ملتونو پرون په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې رزا اوتونبایوا چې د قرغيزستان د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه یې هم کار کړی، په افغانستان کې به د ډيبورا لاينز ځای ناستې وي.

مېرمن لاینز د روان ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې په نیمایي کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه خپله دنده پرېښوده.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالب سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته په هېواد کې اقتصادي او بشري وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي.

Back to top button