میرویس اشرف هند ته تللی

د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف د هند د کرېکټ بورډ د رئیس په بلنه هند ته تللی.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د رسنیو مسؤلین وایي، چې ميرويس اشرف د هند کرکټ بورډ د عمومي رئيس سارو ګنګولي په رسمي بلنه د دغه د غوره لیګ پایلوبې ته تللی دی.

هغوی زیاتوي چې ميرويس اشرف به د هند غوره لیګ پايلوبه له نږدې وګوري او ترڅنګ به يې د هند د کرېکټ بورډ له مسؤلینو سره د افغان کرېکټ د پرمختګ په اړه خبرې او بحثونه وکړي.

Back to top button