پوهنې وزارت: د نجونو ښوونځيو په هکله غونډه جوړېږي

طالب سرپرست حکومت وايي، چې د نجونو ښوونځيو په هکله د دیني عالمانو يوه غونډه جوړوي. 

د پوهنې وزارت وياند عزيز احمد ریان په يو تازه ټويټ پيغام کې ويلي، چې له اووم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو په هکله يو شمېر ديني عالمانو ته دنده سپارل شوې، څو دې مسئلې ته د حل لاره پيدا او په هکله يې خپله پرېکړه اعلان کړي.

ريان وايي، چې تمه شته، چې په دې غونډه کې مثبتې پايلې ترلاسه شي او په هېواد کې د نجونو ښوونځيو پرانيستلو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالب سرپرست حکومت يو لوړپوړي چارواکي هم ويلي وو، چې د نجونو ښوونځيو په هکله له کوچني اختر وروسته غونډه جوړېږي او دوی به په کې خپل دريځ اعلانوي.

طالب سرپرست حکومت د نوي ښوونيز کال له پيل سره سم ويلي و، چې د نجونو پر مخ به ټول ښوونځي پرانيزي، خو دا مسئله بر عکس شوه او يوازې تر شپږم ټولګي ښوونځي پرانيستل شول. د ياد دې پرېکړې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

Back to top button