افغانستان کې د میلیونونه خلکو روغتیايي مرستو ته اړتیا ده

پنجره ورځپاڼه: اوچا يا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، ۲۰۲۳ کې به په افغانستان کې ۱۷،۶ میلیونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري. ياد دفتر همدارنګه ویلي، په بېلابېلو روغتیايي برخو کې د دغو مرستو د برابرولو لپاره ۴۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا په يوه ټویټ لیکلي چې د ۱۷،۶ میلیون اړو خلکو څخه شاوخوا ۱۵،۶ میلیونه یې لومړیتوب لري.

 د دې دفتر د ارزونې له مخې، مرستې د روغتیا پاملرنې، د ناروغیو پر وړاندې مقاومت، د میندو او ماشومانو د رغولو روغتیا او د معلولو خلکو لپاره اړین دي.

تر دې وړاندې اوچا په ۲۰۲۳ کې په هېواد کې له ۲۸ میلیونو ډېرو اړمنو کسانو ته اړتیا اعلان کړه او ویې ویل، چې په دغه هېواد کې ۶ میلیونه کسان د قحطۍ په څنډه کې دي.

په ورته مهال د روغتیا نړۍوال سازمان یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې به د اړمنو کسانو شمېر ۱۷،۶ میلیونو ته ورسېږي چې ۵۳ سلنه يعنې تر نيمايي زياته برخه یې ماشومان دي.

ظاهر څراغ

Back to top button