ميليونونه افغانان مرستې ته اړتیا لري

ميليونه افغانان د مرستندويه بنسټونو او نړۍ‌والې ټولنې مرستو ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ په يو تازه ټويټ پيغام کې ليکلي، چې په افغانستان کې لوږه ورځ تر بلې د پراخېدو پر لور روانه ده.

دغه سرچينه وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۹ ميليونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي او دوی د نړۍ‌والې ټولنې مرستې ته اړتیا لري.

د يادې ادارې په خبره، په افغانستان کې وچکالي، بېکاري، د سيمې په هېوادونو کې د کار نشتوالی او کډوالي هغه موارد دي، چې د افغانانو ژوند يې له يو ستر ګواښ سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د‌ اوسني وضعيت په اړه نه‌ يوازې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ، بلکې ګڼو نورو بنسټونو هم د روان وضعیت په اړه اندېښې څرګندې کړي دي.

Back to top button