ميليونونه افغانان لوږې سره مخ دي

افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشره وايي، چې شاوخوا ۱۹ ميليونه خلک له لوږې سره مخ دي. 

په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرا مشرې، مري ایلین مک ګروارټي د امريکا غږ رسنۍ سره په يوې تازه مرکې کې ويلي، چې افغانستان کې نږدې ۱۹ میلیونه خلک د لوږې سره مخ دي او هره ورځ‌ ځان ته خواړه نه شي برابرولای.‌

هغې ویلي، چې په تېر یو کال کې په زرګونو کسانو خپلې دندې لاسه ورکړي او همداراز په زرګونه لوی او کوچني کاروبارونه له منځه تللي دي.

مېرمن ایلین وايي، افغانستان د جګړو او وچکالۍ له کبله سخت ځپل شوی، او داسې هیڅ بنسټیز بدلون نه دی راغلی چې خصوصي سکټور وهڅول شي‌، څو وکولای شي‌ خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشره، دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو او ګڼو نورو نړۍوالو بنسټونو هم ويلي، چې افغانستان کې لوږه او غربت ورځ تر بلې د پراختيا په حال کې دي.

Back to top button