د شیدا پښوییز جاج
د شیدا پښوییز جاج
لیکوال: صهیب راوي
ځیرک او باریکبین شاعر علامه کاظم خان شیدا رح د بیان داسې نااشنا او نادر سبک درلود، چې تراوسه یې د شعر ژبه نااشنا او نادره بریښي. دی لکه اوس هم چې شعر لیکي او هره ورځ پاڼې اړوي.
هره ورځ ورق ګردان یې
مخترع د نوي شان یې (شیدا)
موږ چې د شیدا شاعري لولو له پېچلتیا سره خامخا پکې مخیږو. ډېر خو یې دا پېچلتیا د عربي او پارسي لغتونو له ډېروالي انګیري، ځینې یې له نادرو استعارو او تشبیهاتو پېچلی بولي او ځینې خو یې د نازکخیاله شاعر په نامه پېژني نور خو پرې د چا خبره سر هم نه خوږوي.
له دې ټولو خبرو سره سره د شیدا پر شاعري ځینې نورې خبرې هم کېدلای شي، چې ښایي د ده د شعر خزانه ورسره له خاورو راوویستل شي او د مارانو پر ځای یې موږ ساتنه وکړو.
( هر مضمون مې لکه ګنج پوشیده پروت دی
د سطور ماران یې کا نګهباني)
زموږ همدغه شاعر د بیکسانو په حالت ویلي وو چې:
د بې کس په ماتم کله چا نارې کړې
څوک په مرګ د شمعې ولیده غمګین چا؟.
زه مو د دې بیت پر ګرامري خوا د څو لنډو خبرو لوستو ته رابولم.
د ګرامر له مخې (څوک) او (چا) د استفهامي یا پوښتنیزو نومځریو له ډلې څخه دي، چې د اشخاصو لپاره یې استعمالوو.
د پښوییز چار له پلوه (څوک) په لاندې درې مواردو کې استعمالیږي:
ـ لازمي فعل سره د فاعل په ټوګه په ټولو زمانو کې.
ـ متعدي فعل سره د فاعل په توګه یوازې په اوس مهال کې.
ـ د مستقیم مفعول په توګه په ټولو زمانو کې.
(چا) د همدغه څوک نومځري غیر اصلي حالت بلل کیږي، چې د استعمال دغه حالتونه لري:
ـ د متعدي ماضي په فاعلي حالت کې.
ـ د غیر مستقیم مفعول په توګه په ټولو زمانو کې.
ـ په اصلي حالت کې د مضاف الیه په توګه. (خویشکی: پښتو غږپوهنه او وییپوهنه)
شیدا په یاد شوي بیت کې (څوک) نومځری د مستقیم مفعول په توګه او چا یې د متعدي ماضي په فاعلي حالت کې راوړی، چې د اوسني ګرامر له ټاکلو اصولو څه تېریدنه پکې نه ښکاري.
پورتنی بیت سره له دې چې ګرامر سره په ټکر کې نه دی، بیا هم نااشنا او نا عادي دی.
یوه خبره خو دا ده چې (چا) نومځری د مبتدا په حیث د بیت اخر ته وړل شوی، او څوک د مفعول په حیث سر ته راغلی، چې څه نا څه پاموړ دی، خو په شعر کې دود دی چې مبتدا کله منځ او کله اخر ته وړل کېږي.
ډیر امکان دا دی، چې موږ په ګړنۍ او لیکنۍ ژبه کې د فاعل او مفعول د بیان لپاره له دوو نومځرو څخه کار نه اخلو او بیا په ځانګړي ډول دوه استفهامي نومځري، خو ډېر کله سره یو ځای کوو نه.
موږ په ورځنۍ ژبه کې پوښتو چې مثلآ:
چا کورنۍ دنده لیکلې؟
یا څوک له دې خبر دي؟
په دغسې حالتونو کې یو پوښتنیز نومځری د بل شخص یا څیز د څرګنداوي لپاره بسنه کوي او ډېر وخت د بل نومځري راوړو ته اړتیا نه وي. بل څه چې د دغه بیت په نااشنا کېدو کې فعال نقش لري هغه دا چې ( چا) پخپله د څوک اوښتی یا مغیره حالت دی او په داسې ډول یې راوړل چې هم اصلي حالت وویل شي هم همدا مغیره؛ بیخي نوې خبره ده. ځکه که (څوک) وایو چا ورسره نشو راوړلای او که (چا) وویل شي د څوک راوړلو ته ځای په سختۍ پیداکېږي.
دا چې ابوالمعاني شیدا دغه دواړه پوښتنیز نومځري په یوې نیم بیتي کې په داسې ډول راوړي، چې هم یې اصلي او هم اوښتی حالت کاریدلی د شعر و ادب په دنیا کې نوی او نایابه کار دی او د هنر هغه تعریف یې سل په سله ور پر ځای کړی چې وایي ” هنر د عادي ژبې نااشنا کول دي”
د شیدا ځینې نور بیتونه هم دغه ځانګړنه لري، چې پوښتنیز نومځري یې په یو بیت کې په نادر ډول راوړل شوي او یو دوه ځایه، خو یې له دري نومځري څخه هم پکې ګټه اخیستې لکه په دې بیت کې:
د لاله تخم کجا داغونه چرته
سمندر د دې آتش دی سپند نه دی.
دلته د (کجا) نومځري له تکرار څه ډډه شوې او هممعنا پښتو (چېرته) ضمیر یې ډیر ښه ځایناستی ګرځیدلی دی.