مایک پومپیو له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو پر وتو نیوکه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو په یوه تازه راډیویي مرکه کې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو پر بې وخته وتلو نیوکه کړې ده.

په دې مرکه کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر د امریکا پر ضد د سپټمبر د یوولسمې په څېر د یوه بل برید د احتمال خبرداری ورکړی دی

پومپیو په دې مرکه کې ویلي، چې ډېر احتمال شته چې پر نیویارک یوځلې بیا هغسې برید وشي چې شل کاله مخکې پرې شوی و. هغه وایي، چې دغه برید به له یوه کال څخه په کمه موده کې ترسره شي.

تېر کال امریکا د اګوسټ میاشتې پر ۳۱ نېټه له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وویستل او په افغانستان کې یې د خپل نظامي ماموریت د پای ته رسولو خبر ورکړی و، چې د امریکا پر دې اقدام تر اوسه په امریکا او نړۍ کې نیوکې کېږي.

که څه هم امریکا په افغانستان کې د خپل نظامي ماموریت د پای خبر ورکړی و خو تر هغه وروسته یې هم په افغانستان کې د ډرون هوایي بریدونه تر سره کړي دي.

Back to top button