نیم سري درد

نیم سري درد

لیکوال: ډاکټرامان شمس

نیم سري (مايګرين) يو قسم شديد د سر درد ده چې عموماً د سر په يو طرف کې وي.
د ځينو ناروغانو له درد سره يو ځای کانګې وهي استفراق کوي، په ځينو بيا د درد په وخت کې غږ او رڼا بده لګېږي.

دغه ډول د سر درد نسبتاً عام دی چې تقريباً په هرو پنځو ښځو کې يوه او په هرو پنځلسو نارينه وو کې يو ورباندې اخته کېږي.
ډيری دغه د سر دردونه له عادي درملو لکه پراسټامول او ايبوپروفين سره ښه کيږي. خو که د نېم سري حمله په هره میاشت کې تر پنځو ورځو زياته وي نو ناروغ بايد له ډاکټر سره مشوره وکړي ترڅو هغه درمل ورته توصيه کړي چې د نیم سري د حملې مخنیوی کوي.

Back to top button