د عبدالله عبدالله او توماس وېسټ ليدنه

د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړی استازي توماس وېسټ له پخواني اجرائیه مشر عبدالله عبدالله سره ليدنه کړې. 

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازي توماس وېسټ په يو تازه ټويټ پيغام کې ویلي، چې د افغانستان پخواني اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره يې ليدلي او د افغانستان اوسني وضعيت په اړه یې ورسره بحث او خبرې کړي.

توماس وېسټ ليکي، چې په دې لیدنه کې د افغان ښځو په حقونو، له عامو خلکو سره د نړۍوالې ټولنې په مرستو او نورو اړوندو موضوعاتو غږېدلي دي.

دغه راز دواړو خواوو ټينګار کړی، چې د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره دې ګړندۍ هڅې وشي، له طالب سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې تعامل دوام ولري او له افغانستان سره بايد بشردوستانه مرستو کې ډېروالی راشي.

Back to top button