د افغانستان بانک او اروپايي ټولنې استازو ترمنځ ناسته
د افغانستان بانک وايي، چې اروپايي ټولنې ورته د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان بانک په يوې تازه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د دغه بانک چارواکو د اروپايي ټولنې له دوو استازو سره په کابل کې ليدلي دي.
وايي، په دې ليدنه کې د افغانستان بانک پر او اوسني وضعيت او د نورو مهمو اقتصادي مسايلو په هکله هم خبرې شوي دي.
همداراز د ياد بانک چارواکي زياتوي، چې دوی د ټولو نړۍوالو اصولو ته ژمن دي او هڅه يې داده، چې د نړۍوالو قوانينو او مقرراتو سره سم خپلو بانکي خدماتو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د اروپایي ټولنې استازو هم ويلي، چې دوی د افغانستان مرکزي بانک سره همکارۍ او مرستې ته ژمن دي؛ خو په خپره شوې اعلامیه کې د دغو مرستو او همکاريو په هکله بشپړ جزیات نه دي څرګند شوي.