
د لوګر روغتیایي مرکزونو ته طبي او غیر طبی وسایل ولېږل شول
د لوګر ولایت روغتیایي مرکزونو ته طبي او غیرطبي وسایل او توکي ولېږل شول.
په لوګر کې یوه دولتي سرچینه وایي، چې د روغتیا د نړۍوال سازمان (WHO) او یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د تطبیق کوونکې کف مؤسسې له لوري د صحت مندي پروژې له بودیجې څخه د څه باندی اته نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۲۰ قلمه طبي او غیرطبي وسایلو او توکو دوهمه جوپه د لوګر روغتیایي مرکزونو ته ورسېده.
د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر قدرتالله عادل په وینا په یاده کڅوړه کې مخلتف النوع ماشینونه، د عملیاتخانې اړوند وسایل، د ولادت مېزونه، فزیوتراپي وسایل، د لومړنیو بیړنیو مرستو بستې، درمل، برېښنایي توکي، د بستر لپاره چپرکټونه، د واکسین برخې یخچالونه، دفتري وسایل، او نور اړین توکي شامل وو چي د لوګر ۵۶ روغتیایی مرکزونو ته د استفادې او ګټې اخیستنې په موخه ولېږل شول.