مارټین ګریفټس: که افغانستان کې په ښځو بنديزونه روان وي، نو د ملګرو ملتونو مرستې به بندې شي

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بشردوستانه مرستو مسؤل مارټین ګریفټس په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي ویلي، چې که چېرې په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز همدغسې روان وي، نو ډېر امکان لري، چې افغانستان سره د ملګرو ملتونو مرستې ودرېږي.

هغه ویلي، چې په بشردوستانه کارونو کې یې داسې ځای نه یادېږي، چې دوی له دومره خنډونو سره مخ شوي وي. ګریفټس په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز د بشري چارو لپاره د بشري ځواک یو ګوزار بللی دی.

افغانستان کې د طالبانو له لوري په ښځو او نجونو د زده‌کړو له بندیز وروسته څه موده وړاندې په غيردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار هم بنديز ولګېده، چې په نړۍواله کچه یې غبرګونونه راوپارولي دي.

Back to top button