منظور پښتين راتلونکي جمعې ته د يوه پراخ لاريون اعلان کړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور‌احمد پښتین له افغانانو سره د پاکستان پوليسو د ناوړه چلند پر خلاف راتلونکې جمعه د ولسي پاڅون اعلان کړی. 

هغه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په چمن، تورخم او انګور اډې دروازو کې به د افغان ولسونو د ځورونې پر خلاف پراخ ولسي لاريون وکړي. 

له دې سره جوخت د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو حقونو د دفاع په خاطر سمدستي لاس په کار شي. 

کرزي د پاکستان په سند ایالت کې د سلګونو افغان کډوالو د بندي کېدو راپور ته په اشارې ویلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغو افغانانو بندي کيدو خواشينی او اندېښمن کړی دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راهيسې په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو سره د پاکستاني پوځيانو د ناوړه چلند په اړه ګڼې ويډيوګانې، مستندونه خپاره شوي او افغانانو پرې توند غبرګونونه ښودلي، خو د پاکستان او طالبانو حکومتونو بيا په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Back to top button