ګڼ شمېر افغانانو بروکسل کې لاريون کړی

پنجره ورځپاڼه: د بلجيم بروکسل ښار کې ګڼ شمېر افغانانو د اروپایي پارلمان مخې ته د افغان ښځو او نجونو په ننګ لاریون کړی.

د دې لاريون چې سلګونه ښځې، نارينه او ماشومان ګډونوال وو، په افغانستان کې یې د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي بندیزونه وغندل او د ژر تر ژره د لرې کېدو غوښتنه يې وکړه.

هغوي د « پرېږدئ، چې افغان نجونې زده‌کړې وکړي» او «افغان ښځې حق لري، چې کار وکړي» له شعارونو سره پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو له لوري د لګول شويو بنديزونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د‌ نجونو ښوونځيو له بندولو وروسته په ټول هېواد کې د ښځو پر لوړو زده‌کړو او کار هم بنديزونه ولګول، چې دې کړنې يې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول.

Back to top button