ګڼ شمېر افغان پناه غوښتونکو په پاکستان کې لاریون کړی

پنجره ورځپاڼه: لسګونو افغان پناه غوښتونکو تېره ورځ د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې، په امریکا کې د مېشتېدو ځانګړي پروګرام د ځنډېدو لپاره لاریون کړی.

 دوی وايي، چې له څه باندې یوه کال راهیسې په پاکستان کې دي او دې ته منتظر دي، څو د امریکا د مهاجرت د ځانګړې پروګرام له‌مخې په امریکا کې د مېشتېدو مستحق وګڼل شي او هغه هېواد ته ولېږدول شي.

 د امریکا د مهاجرت دغه ځانګړی پروګرام د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې، ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې دی.

د راپورونو له‌ مخې پاکستان کې مېشت د امريکا ځانګړي مهاجرت پروګرام ته په انتظار افغانان ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي، اقتصادي ستونزې لري، روغتیایي خدمتونو نه لري، زده‌کړو او ډېرو نورو خدمتونو نه بې برخې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button