انسان تر قانون مخکې دی

انسان تر قانون مخکې دی

ژباړن: محمدالله آرین

پنجره

فکر وکړئ چې د يو کس ميرمن سخته ناروغه ده، د ژوند او مرګ تر منځ ده.
د نجات لار يي يوازې هغه درمل دي چې په بازار کې ډير ګران دي او دا درمل يوازې له يو کس سره شته دي.
زموږ ددې کيسې غریب سړی په جيب کې يوه روپۍ هم نلري، هيڅوک هم نه پيژني چې پور ترې واخلي او درمل واخلي، درملتون ته ځي درمل پلرونکي ته زارۍ کوي چې درمل ورکړي، له ږیرې يي نيسي پښو ته يي لويږي او هیله ترې کوي چې دا درمل پور ورکړي څو میرمن له مرګه وژغوري.
خو درمل پلرونکي ته چې څومره زارۍ کوي درمل نه ورکوي ځکه درمل د لږو پيسو نه دي او داسې نامعلوم سړي ته يي په پور يا وړیا ورکول بیخي امکان نلري!
اوس دې کس ته دوه لارې پاتې دي يا باید درمل غلا کړي يا میرمن له لاسه ورکړي.
د شپې له تيارې په استفادې دا کس درمل غلا کوي او میرمن له مرګه ژغوري، د ښار پوليس يي د قيمتي درملو د غلا په تور نيسي.
د « ګلبرګ» په نوم ارواه پوه په يوويشتمه پيړۍ کې ددې داستان په وړاندې کولو سره له خلکو وغوښتل چې دوو پوښتنو ته ځواب ورکړي:
۱ـ ددې سړي دا کار سم وو؟
۲ـ آيا ددې غلا لپاره غل باید سزا وويني؟ ولې؟
د ګلبرګ دا کيسه د نړۍ ډيرو مشرانو ته ولیږل شوه او هيڅ مشر ته يي ځواب آسانه نه وو.
نوموړي ددې کيسې تر طرح کولو وروسته وويل: دې پوښتنې ته د ځواب په ورکولو سره زه کړای شم ستاسو پوهه او ټولنیز شعور معلوم کړم.
ددې دوو پوښتنو مهمه برخه د دوهمې هغې « ولې؟» وو.
هر سړي متفاوت ځواب ورکاوو.
ان د نړۍ مهمو سیاستوالو دې پوښتنې ته ځواب ورکړی او دوی وويل چې غل باید سزا وویني ځکه غلا يي کړې او غلا سم کار نه دی.
سیاستوالو دلیل قانون راوړی وو چې غلا قانونا جرم دی.
ځينو لیکلي وو چې ددې کس کار سم نه وو خو سزا دې نه ورکول کيږي ځکه غریب وو د درملو لپاره يي پيسې نلرلې.
خو کله چې دا پوښتنه ګاندي ته ولیږل شوه د هغه ځواب په زړه پورې وو!
ګاندي وويل:« ددې سړي کار سم دی او نه ښايي سزا ورکول شي، ځکه قانون له اسمانه نه دی راغلی.»
موږ انسانان قانون ددې لپاره وضع کوو چې د قانون تر سيوري لاندې آرام او بسیا ژوند ولرو، ترڅو وکولای شو په ټولنیز ژوند کې د يو بل تر څنګ د ژوند تاب ولرو.
خو کله چې قانون د يو کس د ژوند د اخیستو لامل کیږی نور قانون نه دی.
د انسان ځان تر هرڅه مخکې دی.
دا قانون بايد بدل شي.
ګلبرګ د ګاندي ددې ځواب تر لوستلو وویل: يو مغز ته چې تر ټولو لوړې نمرې ورکولای شو هغه د ګاندي دی ځکه نوموړی هم درد لري هم درک.

Back to top button