افغانستان کې د خوارځواکۍ پېښې زياتې شوي

پنجره ورځپاڼه: د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پېښو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په ۲۰۲۳ کې به په افغانستان کې شاوخوا ۸۷۵۰۰ ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ شي.

د دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کې به شاوخوا ۲،۳ میلیونه ماشومان له متوسطې خوارځواکۍ له اغیزو سره مخ شي.

ياد سازمان زیاته کړې چې په ۲۰۲۳ کې په افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰ زره امیندواره مېرمنې هم له خوارځواکۍ سره مخ وي.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا (OCHA)په افغانستان کې د خوارځواکۍ او بې وزلۍ د لوړې کچې په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه خلک له خوارځواکۍ څخه اغېزمن دي.

د بې وزلۍ زیاتوالي نه یوازې د ښځو او ماشومانو ژوند اغېزمن کړی بلکې د افغانستان ټولې اوسیدونکي کې یې له بېلابېلو لارو له کړکېچ سره مخ کړي.

د نړۍوالو مرستندویه مؤسسو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او له ۶ میلیونو څخه زیات یې د قحطۍ سره مخ دي.

ظاهر څراغ

Back to top button