د کونړ له بزګرانو سره د ماشینو مرسته وشوه
د کونړ له بزګرانو سره د ۵ میلیونه او ۶۹ زره افغانیو په ارزښت کرنیز ماشینو مرسته وشوه.
د کونړ ځايي سرچینې وايي، چې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ او FGA- د افغانستان راتلونکو نسلونو موسیسې په تخنیکي همکارۍ د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د بزګرانو څلورو اتحادیو ته درې ټراکټورې، څلور زرنج موټرسایکلې، او نور کرنیز ماشین الات ورکړل شو.