لولو الخاطر : د افغان ښځو د حقونو په برخه کې مې امريکا ځانګړې استازې سره وليدل

پنجره ورځپاڼه: د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله لولو الخاطر وايي، د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په چاروکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړې استازې رینا امیري سره یې د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه خبرې اترې کړي دي.

مېرمن الخاطر تازه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه لیدنه چې د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت کمېسیون غونډې په څنډه کې تر سره شوې له اغلې امیري سره یې په افغانستان کې د زده کړو په اړه د عملي ګامونو اوچتولو پر اړتیا خبرې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د قطر د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې لولو الخاطر تر دې وړاندې هم د افغان ښځو په برخه کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري د افغان ښځو د حقونو په تړاو لیده کاته او بحثونه کړي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button