کابل ښار کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي

کابل ښاريان وايي، چې نن سهار د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د څو چاودنو زورور غږونه اورېدل شوي دي.

کابل ښار کې عيني شاهدان وايي، چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د دغه ښار اړوند ځينو سيمو کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نشته.

بلخوا د طالب سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم پېښه منلې، خو په وينا یې چې نن سهار وختي د کابل ښار شېرپور سیمه کې پر یو کور راکټ لګېدلی دی او تلفات نه لري.

هغه ويلي، چې په یاده سیمه کې پر داسې کور لګېدلی چې څوک نه و پکې. د دغه چاودنو غږ دومره زورور و، چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې اورېدل شوی دی. په ورته وخت کې د طالب سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې تر دې دمه دا نه ده معلومه چې دغه راکټ له کومې سیمې توغول شوی دی، خو په وينا يې پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې د کابل ښار په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مرګونو چاودونو راپورونه ورکړل شوي.

افغانستان کې د دا ډول بریدونو مسؤولیت تر ډېره د داعش وسله‌والې ډلې کار بلل کېږي.

Back to top button