له لاسه تللې پوهه او فرصت به بېرته جبران نه شي

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي وايی، طالبان بايد افغان نجونې پرېږدي، چې ښوونځيو ته لاړې شي. 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش په خپلو تازه څرګندونو کې، يو ځل بيا پر طالب سرپرست حکومت غږ کړی، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

انتونيو ګوتريش وايي، يو کال پوره شو، چې افغان نجونې له زده‌کړو محرومې دي او له لاسه تللې پوهه او فرصت به يې بېرته هېڅکله جبران نه شي.

هغه پر خپله شخصي ټوېټر ليکلي، چې نجونې ښوونځي ته د تګ حق لري او طالب سرپرست حکومت بايد افغان نجونو ته د دې اجازه ورکړي، څو بېرته خپلو ښوونځيو ته لاړې شي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې دي، هغه کړنه چې په کور دننه او بهر يې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې طالب چارواکي د نجونو د ښوونځيو د نه پرانيستلو لامل کله ديني جنبه او کله هم کلتوري حساسيتونه ، خو ځيني افغان سياستوال بيا وايي، چې طالبانو د نجونو ښوونځي د پاکستان په لارښوونه بندې کړي دي.

Back to top button