لوګر کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د ولایتونو ترمنځ د بایکسل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.

د سرچینو د معلومات له مخې، د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د دغه ولایت په ګډون د کابل، ننګرهار، لغمان، پروان او پنجشېر ولایتونو د بایسکل ځغلونې ټيمونو ترمنځ سيالۍ ترسره شوې چې د لوګر ټيم پکې اتلولي خپله کړه.

سرچینه وایي، چې یادې سیالۍ د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په لاره اچول شوې وې.

Back to top button