لوګريو ځوانانو د پکتیکا له زیانمنو سره مرسته وکړه

د لوګر د ولسونو، سوداګرو، خیریه بنسټونو او خواخوږو له خوا راټولې شوې مرستې د پکتیکا ولایت پر غمځپلو کورنیو باندې ووېشل شوې.

یاده مرسته، چې طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د لوګر پوهنتون، ژورنالېستانو، زده کړیالانو او لوګري ځوانانو له لوري د زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولولو دوه ورځني کمپاین په ترڅ کې را ټوله شوې وه، تېره ورځ د ځانګړي ټیم له لوري، د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیع الله صمیم په مشرۍ د یو شمېر لوګري ځوانانو په شتون کې د پکتیکا ولایت اړوند د ګیان ولسوالۍ پر زیانمنو کورنیو باندې ووېشل شوه.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیع الله صمیم باختر آژانس ته ویلي، چې دغه مرسته، چې ټولټال (۷۳۵۵۷۰) افغانۍ کیږي، د لوګر د ولسونو، سوداګرو، خیریه بنسټونو او خواخوږو خلکو له خوا ورکړل شوې وه

Back to top button