د لوګر ښوونکي له کابل بانک څخه شکایت کوي

د لوګر ولایت یو شمېر ښوونکي په دغه ولایت کې د کابل بانک له څانګې شکایت کوي.

د لوګر د مرکز او ولسوالیو د یو شمېر ښوونځیو ښوونکي شکایت لري او وایي، چې دوی ته د تېر لوی اختر په ویاړ د سرطان د میاشتې حواله شوي معاشونه کابل بانک تر اوسه نه دي ورکړي.

هغوی زیاتوي، چې دوی له اختر وروسته هره ورځ کابل بانک ته د خپلو معاشومانو د اخیستلو لپاره ورځي، خو کابل بانک تړلی وي، ساتونکي یې ډول ډول بهاني کوي او وایي ، چې پیسې نشته.

د یاد بانک مخې ته ولاړ ښوونکي او د پوهنې ریاست کارکوونکي وایي، چې د بانک له دغه چلنده ډېر ستړي شوي او نور باید د دوی دغه غټه ستونزه حل شي.

Back to top button