ادبيات او ښکلا پېژندنه
ښکلا که نوى تصور د بدرنګۍ به نه و
دا غرونه غرونه سيوري ټول د چا له نوره ښکاري
سالک
ښکلا پېژندنې ته په انګليسي کې د Aesthetics کلمه کارول شوې، په عربي ژبه کې ورته علم الجمال وايي. په لرغوني يونان کې ورته د Aesthesis اصطلاح کارول شوې ده.
د ښکلا پېژندنې اصطلاح لومړی ځل د یوه الماني فيلسوف الکساندر بومګارټن (١٧٤٢-١٧٦٢) له خوا د شعر په برخه کې د هنر او ښکلا د اړيکو لپاره کارول شوې، خو په اوسني مفهوم، نه بلکې نوموړي دا اصطلاح د ارمانونو او انتزاعي علومو د موخې لپاره کارولې وه.
انتزاعي علوم هغه علومو ته ويل کېږي چې ليرليد او منځپانګه يې د حواسو له لارې درک او موندل کېږي، خو وروسته يې ليدل لورى پراخ او په هنرونو کې ورګډ شو، په دې مانا چې له فلسفي ليد لوري يې ټول هنرونه او طبيعي ښکلاوې را نغاړلې.
د طبيعت او ښکلا خبره هم يو څه جنجالي بحث دى، ځينې وايي چې طبيعت او ښکلا سره تړلي او حتمي دي، خو نور بيا په دې نظر دي چې حتمي ته هېڅ اړتيا نشته، کله چې طبيعت يادوو؛ نو طبيعت خپله يوه ښکلا ده او د هرې بلې ښکلا بنسټ پرې ولاړ دى.
تر کومه چې د هنر او ادبياتو خبره مطرح ده ، نو هلته دا موضوع (طبيعي ښکلا) ډېره د يادونې وړ ځکه نه ده چې د ښکلا پېژندنې فلسفه په دې برخه کې له ښکلا نه زموږ اخيستنې او نظر ته اهميت ورکوي او بحث پرې کوي. دلته اصلي او مطلوبه موخه ښکلا نه، بلکې د هنر ښکلا ده. هغه لاملونه په کې اهميت لري چې موږ ته د ښکلا د پېژندلو او درک احساس راکوي او د ښکلا پرتليز ځواک تر لاسه کوو.
انسان په طبيعي ډول هم ښکلا خښوونکى دى، د ښکلا پېژندنې او خوښونې ذوق يې تر بل هر موجود پياوړى او حساس دى، ژر په ښکلا کې ورکېږي او د ژوند ورکې ښکلا وې د خپل انساني حس او ادراک په زور په ښه ډول موندلى شي.
هسې خو خداى تعالى هم د ښکلا او جمال خالق دى او ښکلا خوښوي. دهغه د اشرف المخلوقات( انسان) سره همدا فطري ادراک د هغه له پيدايښت نه همزولى دى، دې احساس او ادارک د انسان هنر او پنځونو کې رېښې غځولې، تلپاتې شوى، پوخ شوى او خپل همنوع ليدونکي ته يې د حيراني او خوښۍ احساس ورکړى دى.
ښکلا د توکو په ظاهري ځانګړتياوو کې له پيدا کېدو وړاندې، د هنرمند په ذهن کې توکېدلې ده، په دې مانا چې تر ذات وړاندې د معنى په توګه شتون لري او له عنيت وړاندې په يوه ذهني پروسه کې ولاړه ده.
د يونان مشهور فيلسوف سقراط څه باندې دوه زره کاله پخوا ويلي وو چې ښکلا هغه څه ده چې په موږ کې د لذت يا خوند احساس پاروي، البته هغه لذت چې د ليد او اورېدو له لارې حاصلېږي.
د بېلګې په ډول د يوه هنرمند ښکلې ميناتورۍ، مجسمې، انځورونه او نقاشۍ که چېرته ښکلې وي زموږ سترګو ته لذت ورکوي، په همدې ډول ښکلي او زړه راښکوونکي غږونه، ويناوې، خبرې، کيسې او سندرې په خپله ښکلا زموږ د اورېدو حس ته خوښي او خوند وربښي؛ نو ويلى شو چې ښکلا په حقيقت کې له فردي تجربو نه د انسان درک او احساس دى، خو ټولنه، زمان او مکان په ښکلايي درک اغېز لري. ښکلا او ښکلا پېژندنه په ډېرو لرغونو زمانو کې د خلکو د فرهنګونو ترمنځ مطرح وه، خو د فلسفې، منطق او نورو بشري علومو په څېر د يوې انساني پوهې په توګه په اتلسمه زېږديزه پېړۍ کې مطرح شوه.
البته دا موضوع تر وروستيو پورې له نظرياتي جنجالونو تشه نه وه چې ايا د علم او فکر ښکلا پېژندنه يواځې په هنر پورې اړه لري که نورې بشري ښکارندې او طبيعت هم په کې شامل دى. امريکايي عالم کلمنټ ګرينبرګ په دې اړه وايي، هر هغه اثر چې هنرمند يې رامنځته کړي(وپنځوي) که چېرته له ده وړاندې چا نه وي پنځولى، نو هنر دى او د ښکلا پېژندنې معيار ته اړتيا نه لري. يوه معاصر فرانسوي کره کتونکي بيا ويلي:(( هر هغه څه چې په يوه هنري چاپيريال کې وړاندې شي، هنر دى.!))، خو کله چې له هغه نه د هنري چاپيريال په اړه پوښتنه وشوه، نو ويل چې د هنرمند لپاره ټوله نړۍ هنري چاپيريال دى.
دلته پر دې هم خبرې کوو چې ښکلا هنر او ادب ته څنګه لاره کوي او څنګه په کې زړه را ښکون او جذابيت پيدا کوي؟ تر ټولو وړاندې له دې اعتراف سره مخ يو چې ښکلا ته ځانګړى تعريف نه لرو، هر چا له خپل ليدلوري تعريف ورکړى او هېڅوک نه شي کولى چې خپل ښکلا ييز ذوق او نظر پر بل چا وتپي.
دا د نظرونو، ذوق او درک خبره ده، زما به شايد د سنځګل کوچني ګلونه نه خوښېږي، يا به په کې کومه ځانګړې ښکلا نه ګورم، خو دا په دې مانا نه ده چې ښکلا نه لري، بل چاته به همدا ښکلي ښکاري، يو عالم او بې سارې ښکلا به کې ګوري. ددې لامل دادى چې ښکلا سل ژبې او تعريفونه لري، هر ليدلورى او زاويه يې د منشور غوندې نور رنګونه لري، ځکه د نظرونو د تپلو(تحميل) خبره په کې ناسمه ده.
کله چېرته ليکوال او شاعر په خپلو پنځونو او ادبي اثر کې د خپل مخاطب له ښکلا ييز ذوق نه پوره ګټه واخلي او په پوره هنر پاملرنه ورته وکړي، نو د اثر په محبوبيت کې به يې له شک پرته چې نقش ولري. په اثر کې د ښکلا پارونې ځواک بايد پياوړى وى، ځکه چې له دې لارې د انسان په روان او طبيعت کې مثبت بدلون ته لاره په اسانۍ سره هوارېږي.
ښکلا پېژندونکى ليکوال او شاعر په حقيقت کې د خپل لوستونکي( مخاطب) په نبض ځان پوه کوي او هغه ته خپله موخه په ښه ډول لېږدوي. په انسان کې د ښکلا پېژندنې او خوښونې ځواک په پارېدو سره نوموړى د بدرنګيو لاره پرېږدي او په خپله ټولنه کې ښيي چې هغه تر نورو ممتاز او د ژوند په رازونو او نېکمرغيو ښه پوهېږي، حساس دى او د بل ژوندي موجود د درک او پېژندنې ځواک ورسره شته.
کله چې فرانسه په افريقا کې د خپلو مستعمرو په پراخولو بوخته وه، نو د رواني او فکري جګړې ډلو يې هڅه کوله چې د افريقايي هېوادونو د تورپوستو فکري او ذهني تګلوري هم خپلې خواته واړوي. په لومړي قدم کې يې هغوى ته په پاريس کې د بتانو ښکلې او تراشلې مجسمې ور ولېږدولې چې د واورو په څېر سپينې او د پاريس د اوسېدونکو له نظره ترې نورې ښکلې نه وې.
دوى دا مجسمې ورته د هغوى د خدايګوټو په نوم ډالۍ کړې، خو تورپوستو افريقايانو چې ورته وکتل، نود فرانسويانو د توقع خلاف يې له سختې کرکې سره مخ شوې او ويل يې چې که زموږ خدايان دومره بدرنګ وي، نو هېڅکله به يې هم عبادت ونه کړو.
د فرانسويانو فکر دا وو چې ممکن سپين رنګ هلته هم د پاريس په څېر د ښکلا معيار وي، خو دوى د افريقايانو د ښکلا د ارواپوهنه نه وه لوستې چې ددې خلاف تر ټولو تور رنګ هلته د ښکلا لوړ معيار دى.
ليکوال او شاعر ته اړينه ده چې دا تجربه پوره په پام کې ونيسي او د خپل مخاطب د ښکلا پېژندنې له ارواپوهنې سره تر يو ځايه اشنايي ولري، د نامتو اثارو د ښکلا او جذابيت يو راز په همدې کې دى چې ليکوال خپل لوستونکي له هره اړخه تر ليکلو وړاندې پوره مطاله کړي او د هغوى د ښکلا پېژندنې فلسفه او ارواپوهنه يې له وړاندې څه ناڅه لوستې ده.