نرګس ته ليک

نرګس ته لیک
لیکنه: مومند محمدي اڅړ
ګرانه نرګسه! ښایسته سهار ولرې، اوه… ګرانه سهاره لمر دې روښانه! ګرانه لمره، هره ورځ راوخېږې، زما د زړه کوټې ته د عشق له کړکۍ راننوځې، طلایي شغلې وشیندې او د زړه ګوټ ګوټ مې روښانه کړې داسې چې د خوشالیو کړسنده خنداګانې یې په وینو له سرو دیوالونو سره تندي ولګوي او د هندیو ناویو په څیر یې بېرته سره راوړي…
ګرانه نرګسه، له تا سره د خیالونو په ښایسته باغ کې ولاړ یم چې سر او بر یې نه مالومیږي او نه یې هم کیمیاګرو د ښکلا د کچ لپاره کومه وسیله جوړه کړې ده، خو بیا هم زه د خپلې ښکلا پېژندنې د حس له مخې وایم چې ته په دې بې سره او بې پایه باغ کې تر ټولو ښایسته یې، ستا بې رنګه تک سپین رنګ د ښایستونو مور ده او ستا خندانه خوله د عشق دروازه ده.
سپینه نرګسه، زه پوهیږم چې فیلسوفان په یونان کې د دیموکریتوس، امپدوکلس او اناکساګوراس نه نیولې تر سقراط، اپلاتون او ارسطو پورې، بیا تر ابن سینا، ابن خلدون او ابونصر پورې، بیا تر دیکارت، هېګل او فرویډ پورې تراوسه د دې معما په حل باندې بریالي نشول چې ښکلا تعریف کړي، خو زه دې ته حیران یم چې د ښکلا له تعریف څخه وروسته به ستا ښکلا څنګه کچ کړي؟
د دې معما حل زما سره شته، ټوله دنیا په دې نه پوهیږي خو زه پرې پوه شوی یم، ځکه ما ستا مخ مطالعه کړی دی او پوهېږم چې که یو شاعر راشي نو داسې کلمې به ووایي چې ستا د مخ، سترګو، شونډو او تر پردې لاندې سپينه غاړه داسې ترسیم شي لکه ته چې په آیېنه کې ځانته ګورې، نرګسه! که دا جادو درباندې وشو نو دومره به د ځان په ننداره کې ډوب شې چې بې سوچه به دې آینه په ځان مېینه کړې وي او د هغې په زړه کې به ستا تصویر ځانته آیین جوړ کړي.
دا هنر یوازې ما زده کړی دی نو ځکه خو مې د زړه په دې واړه کورګي کې ستا اسماني حسن ځای کړی دی، زه چې له تا سره کیسې کوم نو آن د اسمانونو مزلونه کوم، ستوري او سپوږمۍ مې ټول په راز خبر دي او شپه په خپله سینه کې زما پر رازونو آرامه موسکا کوي، شونډې یې وغوړیږي، وزرې ورپوي او سپیده داغ شي، زه چې وګورم بیا هم ستا تر څنګ ولاړ وم او ستا د ښکلا ستاینه کوم…
ګرانه نرګسه، کله چې ته د سهار له نسیم سره په سجدو او رکوع ټيټ شې نو ستا د تقوا په راز هم یوازې زه پوهېږم، ستا د زړه سپیڅلتیا د پرېښتو په چم کې مثال دی، سهار او ماښام د پرېښتو په ټولیو کې ستا د عفت او پاکۍ نکلونه ویل کیږي، حورې خپل مخونه ستا د اننګو په شبنم د دې لپاره وینځي چې ستا د سکون بښونکي تقوا نور یې پر مخونو خور شي، نرګسه! ګوره ستا د تقوا له نوره د عشق چینې خړوبیږي او په بهشتي محفلونو کې د موسیقۍ د نغمو په سور او تال کې نڅیږي.
رپېدونکیه نرګسه، ستا دا رپیده د هغو شونډو رپيدو ته ورته دي چې هغه زما د تنکي زړه رپيدو ته ورته دي، زه پوهېږم چې د نسیم نرۍ وږم ستا شونډې رپوي، وار دې خطا کوي او د هغه کتاب په شان دې ناکراره کړي چې د خلاصې کړکۍ سره ایښی وي او د شمال زورورې څپې یې پاڼې واړوي راواړوي، ناکراره یې کړي… په دې تصویر د دوو شاعرانو ناندرۍ شي، یو وایي چې د کتاب ناکرارۍ شاعري وکړه، تارونه یې وخوځول او نغمې یې خورې کړې خو بل وایي چې د کتاب ناکراري نڅا شوه او آتڼ شو، زه هم حیران شوم چې کوم شاعر رښتیا وایي؟ شاعرانو ته هم عجیبه وحي کیږي، هغه هم رښتیا وایي او دا هم، خو کوم یو یې رښتیا وایي؟!!
که دوی هر څه وایي خو زما مینه له کتاب سره ده، زه غواړم دا کتاب ولولم، نرګسه! زه غواړم دا کتاب ته هم په خپلو نازکو ګوتو کې واخلې او توري یې زده کړې چې بیا دې باوراګان شاګردي وکړي او د بزززز، بززززز غږونو پر ځای د بلبلانو غوندې د خوښۍ سندرې ووایي!
د زړه سره نرګسه! ایا ستا بل داسې میېن شته چې زما غوندې خبرې درسره وکړي؟ زما غوندې ناز درکړي او زما غوندې دې د عشق د تاج طلایي پاڼه وګرځوي؟ زه فکر نه کوم، خو ته څه فکر کوې؟
نرګسه ته رضا شه چې زه هم ستا تر څنګ نرګس شم او د مینې ریښې د دوو میېنانو په څیر له یو بله تاوې کړو.
ژوند دې مازدیګر مه شه، زه بیا هم دې باغ ته ستا د دیدن لپاره راځم…

Back to top button