پر ساینس و فیزیک ولاړې نړۍ تشیال ته (جېمز وېب) نومی تیلیسکوب استولی
پر ساینس و فیزیک ولاړې نړۍ تشیال ته (جېمز وېب) نومی تیلیسکوب استولی.
لیکوال: عبدالغفور لېوال
پر ساینس و فیزیک ولاړې نړۍ تشیال ته (جېمز وېب) نومی تیلیسکوب استولی، چې دا دی د کائناتو په زړه پورې عکسونه رالېږي او خلک ورته حیران دي…
ګڼ کسان لګیا دي، ساینسپاله نړۍ زموږ له شاتګپالو باورونه سره پرتله کوي او د افسوس لاسونه سره موښي.
ستونزه د ایډیولوژیک تحجر ده. موږ ته دا باور راکړل شوی دی، چې هرڅه باید هماغسې وي لکه زموږ د نیکونو د نیکونو د نیکونو په زمانه کې چې وو. که یوه خبره نوې شوه، نو بدعت دی، کفر دی.
له مسواکه غرض د غاښونو پاکي نه، بلکې پخپله مسواک دی، ځکه خو برس او د غاښو کریم، چې غاښونه لا ښه پاکوي بدعت او کفر ګڼل کیږي.
هغوی، چې وايي اسلامي نړۍ پخوا لوی لوی عالمان پاللي، ریښتیا نه وايي، ځکه هغه لوی لوی پوهان چې د تصادف له مخې په اسلامي نړۍ کې زېږېدلي و، هم د متحجرو او شاتګپالو زهادو له لاسه تباه او برباد شوي دي، تقریباً داسې لوی دانشمند نه شته، چې تکفیر شوی دې نه وي.
څو بېلګې یې وګورئ:
د بلخ نابغه ابن سینا ټول عمر د وچو متعصبو زاهدانو د تکفیر له لاسه په تېښته و او په همدې تېښته کې ومړ، شیخ الرئیس ته منسوبه دغه رباعي ښه په غور ولولئ:
کفر چو منی گزاف و آسان نبود
محکمتر از ایمان من ایمان نبود
در دهر چو من یکی و آن هم کافر
پس در همه دهر یک مسلمان نبود
د اشراقي فیلوسوفي لوی او پیاوړی فیلوسوف شیخ شهاب الدین سهروردی یې تکفیر او بیا یې د خپل کلک ملګري ملک طاهر ( د صلاح الدین ایوبي زوی) زړه ورڅخه تور کړ، طاهر له مجبوریته شیخ اول زنداني او بیا وواژه (۵۸۷هجري). شیخ د شهادت پرمهال ۳۸ کلن و او تر همدې عمره یې هم پنځوس کتابونه کښلي و، چې د اشراق فیلوسوفي، عرفان و ان ارواپوهنې په برخه کې کم سیاله آثار دي.
دویم ښوونکی او د ارستو د مابعد الطبیعه نړیوال مفسر ابونصر فارابی یې تکفیر کړ او د هغه د الحاد د ثابتولو لپاره تهافت الفلاسفه ولیکل شو…
د نور د فیزیک، ریاضي، موسیقي او منطق لوی عالم ابویوسف یعقوب بن اسحاق الکندی ( ابوالحکما) یې وګواښه او د خپلو شاګردانو په لاس یې پرلپسې وویراوه، دومره چې خپلې لیکلې څو علمي رسالې یې په اور کې وسیزلې…
لوی فیلوسوف، طبیب، کیمیا پوه ابوبکر محمد بن زکریای رازی د ګوګړو(سولفوریک اسید)، الکولو او سپینو تیلو کاشف یې، چې نظریات یې په کیهان پېژندنه کې هم معتبر ول، ملحد او له نبوت څخه منکر وګاڼه د هغه د الحاد د تثبیت لپاره (اعلام النبوة) وکښل شو، ابن قیم الجوزیه د رازي د نظریاتو د ابطال لپاره دی په چټیاتو سر د هوا و هوس غلام وګاڼه، تر دې بریده چې رازی مجبور شو د خپلې مسلمانۍ د اثبات لپاره په خپل مهم کتاب (الحاوي) کې ګڼ ځله ټينګار وکړي، چې کلک مسلمان دی. د رازي آثار پېړۍ پېړۍ سانسورېدل او ښايي لویه برخه یې د همدې سانسو له امله د تل لپاره ورک شول.
عین القضات همدانی یې په ۳۳ کلنۍ کې تکفیر او په دار رازوړند کړ(۵۲۵ قمری).
ان د ابن عربی ( ابوعبدالله محمد بن علی الاندلسی المرسی الدماشقی محیی الدین) په شان وحدت الوجودی عارف او فیلوسوف یې هم تکفیر کړ او که د فخر رازی او حموی په شان روښانه دیني علماو ملاتړ نه وای، حکم کېده، چې د ابن عربي ټول آثار هرځای چې وموندل شي، باید وسیزل شي.
دا کیسه همداسې راروانه ده او تر نن پورې را اوږدیږي.
فیزیک، ریاضیات، کیمیا او نور طبیعي علوم سخت دي، هغوی یې چې زده کولای نه شي کرکه ترې کوي. په تاریخ کې ډېر ځله همدغه کرکه د تکفیر په بڼه راخوټېدلې ده او وګړي څه، چې ټولنې و ملتونه یې له پرمختګ و انساني ژونده بې برخې کړي دي.
هغه ولسونه، چې د (جېمز وېب) تیلیسکوب په زمانه کې دا شاربي، چې د نجونو زدکړه کفر ده که نه؟ خامخا هر هغه څوک، چې دوی غوندې فکر نه کوي، کافر ګڼي.