کابل کې د نننۍ چاودنې وروستي جزیات

کابل کې د روسیې سفارت مخې ته د نننۍ چاودنې له امله یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي.

د طالب سرپرست حکومت د کابل امنیې قومانداني په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د روسیې سفارت مخې ته په نننۍ چاودنه کې یو کس مړ او لس نور هم ټپیان شوي دي.

امنیه قومانداني ويلي، یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د سفارت مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼې ته ځان ورسوي، خو په خبره یې، امنيتي مسئولينو په نښه کړی او له کبله یې چاودنه  رامنځته شوه.

Back to top button