تېره شپه کابل ښار کې درې تنه طالبان وژل شوي

تېره شپه کابل ښار کې په يو د کور د چاپې پر مهال درې تنه طالب عسکر وژل شوي.

يوه ځايي سرچينه چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کړې، پنجره ورځپاڼې ته ويلي، تېره شپه د کابل ښار ۱۲ مې ناحیې د امنیت په ښارګوټي کې د سرپرست حکومت د بدري قطعې عسکرو په يو کور چاپه اچولې، چې د کور اوسېدونکو له لوري د غلو په ګومان پرې ډزې شوي او درې تنه عسکر يې وژل شوي دي.

همداراز سرچينه د سيمې خلکو له قوله وایي، چې دغو عسکرو غوښتل له دې کور څخه موټر او نور توکي ويسي، خو د کور اوسېدونکو د غلو په ګومان پرې ډزې وکړې او درې تنه يې ځای پر ځای وژلي دي.

بلخوا بيا طالب سرپرست حکومت د دې پېښې په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Back to top button