
لشکر طیبه او جیش محمد ډلو له طالبانو وسلې ترلاسه کړي
پنجره ورځپاڼه: د هند د کانګرېس غړی پاون کهېرا وایي، چې څو ورځې وړاندې پر هندي پوځیانو یوه برید کې کارول شوې مرمۍ د لشکر طیبه او جیش محمد ډلو له طالبانو ترلاسه کړې وې.
هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې د اپرېل په ۲۰مه نېټه د جمو کشمیر په پونج سیمه کې د هندي پوځیانو پر یوه موټر د وسلهوالو برید کې ۵پوځیان مړه او یو بل ټپی شوی دی.
کهېرا زیاته کړې، یادې مرمۍ چې له زرهې د وتلو وړتیا لري، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو کارولې او د هغه وسلو برخه ده چې هلته له بهرنیو ځواکونوپاتې شوې دي.
نوموړي د سیګار راپور ته په اشارې ویلي، چې طالب وسله واله ډله د خپل عاید لپاره د بهرنیو پاتې شویو وسلو او نورو تجهیزاتو یوه برخه پلورلی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري د وسلو د خرڅلاو په تړاو د څرګندونو په لړ کې، ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپل اختریز پیغام کې دیادې ترهګرې ډلې مشران د وسلو پر قاچاق تورن کړي وو.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واکمنۍ وروسته له دغه هېواده د وسلو قاچاق په هکله ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.