د بارانو کمښت د هېواد کروندګر اندېښمن کړي دي

د بارانو کمښت د هېواد کروندګر اندېښمن کړي دي.

راپور: سیف الرحمان غریب یار

که څه هم په افغانستان کې تېر ژمی د واورې اورښتونه د نورو کلنو په پرتله زیات وو خو لا هم په هېواد کې د بارانونو کمښت د هېواد کروندګر اندېښمن کړي دي.

هغوئ وایي، که سږ کال هم باران ونه شي فصلونه به حاصلات ونه کړي، او د تېر کال په څېر به کروندګر له تاوان سره مخ کړي.

د هلمند ولایت یو شمېر کروندګرو رسنیو ته ویلي، چې که د کروندو لپاره یې د اوبو غمه ونه خوړل شي، نو ډېری حاصلات به یې د وچکالۍ له امله سخت زیان وویني. هغوئ زیاتوي، چې ګرمي لا نه ده راغلې خو د دوئ کروندې د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي او په وینا یې په ډېری سیمو کې کرل شوو ځمکو ته اوبه نه رسېږي، له مسؤلینو غواړو چې دې ستونزې ته پر وخت رسېدنه وکړي.

کروندګر مجید وایي، چې تر اوسه ګرمي نشته خو موږ چې دښتو کې کوم حاصلات کرلي و، هغه اوبه نه لري او بېخي کمې دي که د بارانو کمښت دوام وکړي نو زموږ هر څه به را ختم کړي.

بل خوا په غزني ولایت کې هم کروندګر وایي، چې د بارانونو کمښت اندېښمن کړي، که باران ونه شي فصلونه به یې وچ شي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ یو شمېر کروندګر بیا وايي، سږ کال اورښتونه نشته او کښتونه یې اوبو ته اړتیا لري، له اړوندو مسؤلینو غواړو چې د سردې بند اوبه خوشې کړي ترڅو د اوبو د کمښت ستونزې حل شي.

له بلې خوا د ننګرهار کروندګر وایي، چې تېر کال یې وچکالۍ پر کرنیزو ځمکو خورا زیاته منفي اغېزه کړې وه چې له امله یې په زیاتو ولسوالیو کې غنم او نور فصلونه نه و کرل شوي او ځينې یې د اوبو د کمښت له امله وچ شول.

کروندګر عارف شینواری وایي، تېر کال د اوبو نه شتون نه یوازې د غنمو فصلونه ته زیان اړولی بلکې د دې تر څنګ یې په زیاتو ولسوالیو کې د تازه میوو جوړ شوي بڼونه هم وچ کړي دي.
عارف شینواری زیاتوي، که څه هم ژمی ننګرهار کې د تېر کال په پرتله ډېر بارانونه وشول، خو د پسرلي په راتلو سره په هېواد کې د باران نه کېدو موږ کروندګر اندېښمن کړي یو. هغه دغه راز زیاتوي، د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې چې خلکو پکې د پسرلي په موسم کې للمي، غنم او نور فصلونه کرلي اوس اوبه کمې دي، ګروندګر وس نه لري چې له ژورو ګوهیانو څخه په ماشین اوبه راوباسي ځکه د تېلو بیې لوړې دي او د دوی مالي وضعیت دومره ښه نه دی.

عارف شینواری وایي، زه د ننګرهار د کرنې د ریاست له مسؤلینو غواړم چې په دې برخه کې د ننګرهار د کروندګرو لاسنیوی وکړي او مرسته ورسره وکړي.

په لوګر کې هم کروندګر د بارانو کمښت اندېښمن کړي دي او وایي، چې که یوه اونۍ نور باران ونه شي کروندګر به د تېر کال په برخلیک اخته شي.

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ یو تن کروندګر لعل جان وایي، چې تېر کال مې په فصلونو شاوخوا ۵۰۰۰۰۰پنځه لکه افغانۍ لګښت وکړ، خو د وچکالۍ له امله مې د کال په پای کې خپلې مصرف شوې پیسې هم لاس ته رانه وړې.
هغه زیاتوي چې زه د یوې ۱۵کسیزې کورنۍ سرپرست یم او له څو کلنو راهیسې د هقانۍ له لارې خپلې کورنۍ ته حلاله روزي پیدا کوم.

لعل جان همداراز وایي، که په هېواد کې وچکالۍ دوام وکړي او حکومت دې ستونزې ته جدي پاملرنه ونه کړي زموږ کورنۍ ته ورته ډېرې کورنۍ به د بې روزګارۍ له امله له مالي ستونزو سره مخ او ژوند به یې سخت شي.

د لوګر ولایت د التمور سیمې یو بل کروندګر حیدر وایي، که حکومت له کروندګرو سره د ژورو څاه ګانو د کیندلو او د اوبو راویستلو په امکاناتو کې مرسته وکړي ښایي د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.

هغه زیاتوي چې د باران د اورښت له امله په ویالو کې اوبه کمې شوې او په ځینو ویالو کې بېخي وچې شوې دي، ګروندکر له مالي اړخه دومره جوړ نه دي چې د ژورو څاه ګانو او د اوبو د راویستلو لپاره لمریزې برېښنا سسټم برابر کړي.

حیدر وایي، زه له حکومتي چارواکو غواړم چې د کروندګرو دې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي، ترڅو موږ کروندګر د تېر کال له برخلیک څخه وژغول شو.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کرنې او اوبو لګونې وزارت مسؤلین وایي، چې د کرنې او اوبو لګونې وزارت کوښښ کوي چې د هېواد د کروندګرو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
هغوئ زیاتوي، چې که څه هم تر اوسه د کال سر دی او لا هم تمه شته چې په هېواد کې بارانونه وشي خو د کروندګرو اندېښنه هم پر ځای دی.
هغوئ دغه راز وایي، چې د کرنې وزارت تل له کروندګرو سره همکارۍ ته ژمن دی او سږکال یې د هېواد ګڼ شمېر کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړي دي ترڅو کروندګر له خپلو فصلونو څخه لا ښه حاصلات تر لاسه کړي.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت چارواکي زیاتوي چې د کرنې وزارت به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي؛ چې د کروندګرو یاده ستونزه حل کړي ترڅو دوئ د تېر کال په څېر له زیان سره مخ نه شي.

Back to top button