کوه نور (نوراحمد لکڼوال)

تبصره: جعفر هاند

یو ځل مې له رئیس احمدزي څخه وپوښتل چې نویو ځوانانو کې داسې کوم لوبغاړی شته چې فکر کوی اینده کې به لوی ستوری شي؟  هغه څو نومونه یادکړل چې د نور احمد لکڼوال نوم یې په سر کې و. رئیس یې روزونکی هم دی. د کرکټ مشهور ویبسایټ اس پي ان څه موده مخکې یوه اوږده مقاله خپره کړهاو په کې د شاوخوا ۲۰ هغو کرکټ لوبغاړو نومونه راغلي وو، چې روانه لسیزه به په کرکټ کې راج چلوي. د افغانستان څخه د ګربز، ابراهیم، نور احمد اوقیس احمد نومونه هم وو.

نور احمد لکڼوال په کم عمر کې د کرکټ نړۍ ته راغی او د افغانستان یو ښه تصویر ګڼل کېږي. نور د افغانستان د کرکټ هغه نسل دی چې په همدېخاورې کې پیدا شوی، لوی شوی، کرکټ یې زده کړی او نړیوال سټیچ ته رسېدلی دی. دغه ځوان تر ټولو کمکی لوبغاړی و چې د استرالیا په بګ بش سیالیوکې ولوبېده او وځلېده. د نړۍ نور لیګونه هم لوبوي.

د ۱۹ کلنو په تېر نړیوال  جام کې مې په ویسټ انډیز کې ولیده، په ونه دنګ دی، اوږده غړۍ لري، خندانه څېره لري او زړور او خوش اخلاقه ځوان دی. پهورین تندي یې ښه راغلاست راته ووایه او د لوبو په اړه یې خپل فکر او نظر هم په لنډو راسره شریک کړ.

دی په لومړی ځل آی پي ال کې لوبېږي او ښه ځلېږي. د لوبو چانس ورکړل شو او له دغه چانس څخه یې تر دې دمه ښه استفاده کړه ده. د ګجرات لوبډلهچې د راشد خان غوندې توپ اچوونکي لري، بیا هم لکڼوال ته د لوبو چانس ورکوي؛ له همدې معلومېږي چې دا لوبډله د لکڼوال استعداد ته څومره قایل دي. لکڼوال به په آی پي ال کې لا ډېر ښه صیقل شي او ان شاءالله په را روانو څو کلونو کې به د راشد خان غوندې د نړۍ یو بل بهترین افغان بالر وي. ۱

راشد خان وايي لکڼوال تل د زده کړو په لټه کې وي، د خپل فټنس او صحت ډېر خیال ساتي او د هرې لوبو په تېرېدو سره په بلې لوبې کې ښه کېږي. شکنشته، چې له لکڼوال سره د راشد خان مشورې هم شته او راشد خان لکڼوال تر خپل نظر لاند ساتلی او لکڼوال بخور دی چې راشد خان ورسره دی. موږبختور یو چې دواړه لرو.

د کجرات لوپډله یې «کوه نور» بولي. د ګجرات لوبډلې کپټان پانډیا وايي چې لکڼوال ځوان دی خو پوخ بالر دی چې ډېر توپ وهونکي یې بال لوبولی نشي.

نور احمد لکڼوال چې کوم ډول توپ اچوي، په کرکټ کې یې «چینا مین» بولي.  معمولاً کیڼ لاسي ورو توپ اچوونکي په ګوتو بال تاووي چې اوردوکسبالران بلل کېږي؛ خو د چینامین یا ان اوردوتوکس بالر کمال په دې کې وي‌ چې د ګوتو پر ځای په مړوند بال تاووي چې په ځمکې/پچ باندې له لګېدو وروستهمخامخ ښه لوري ته تاوېږي، کټ مټ هاغسې چې آف سپېن بالر، بال تاووي. په دقیق ځای او دقیقې کرښې باندې د بال غورځول د نور احمد بل کمال دی. ګوګلي بیا ډېر خطرناک دی چې ډېر توپ وهونکي سربداله کوي. هغه د لوبو په مهم وخت (مډل اورونو) کې ویکټې اخلي چې دا ډېره مهمه خبره ده. هغه دډېرو لوبو کولو ضرورت وو او دا ضرورت یې په آی پي‌ال او نورو لیګونو کې پوره کېږي او ښه کېږي.

۱. د لکڼوال افغان کرکټ د دویم او درېیم نسل په اړه مې په خپل کتاب: «درې پېړۍ، په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ» کې تفصیلي بحث کړی. داکتاب سروش خپرندوی چاپ کړی او په کابل او نورو لویو ښارونو کې پیدا کېږي.

Back to top button