کرن ډيکر: د طالبانو وروستۍ پرېکړې به افغانستان کمزوری کړي

پنجره ورځپاڼه: کابل لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډیکر وایي، د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو مؤسسو د کانکور په ازموینه د نجونو د ګډون ځنډول به افغانستان کمزوری کړي.

هغې په یوه تازه ټویټ کې د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو مؤسسو په کانکور ازموینه کې د نجونو ګډون په اړه د طالبانو د پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی. نوموړي ليکلي، چې پر پوهنې او روزنې وروستي بندیزونه به طالبان کمزوري کړي.

د کابل لپاره د امریکا د سفارت شارژدافيره ټینګار کوي، چې د لوړو زده‌کړو د خصوصي پوهنتونونو په کانکور کې د نجونو د ګډون ځنډول به د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیست په هکله د طالبانو کړې ژمنې له پوښتنو سره مخ کوي.

يادې امریکایۍ د پوښتنې په شکل ویلي، چې که نجونې ونه‌شي کولای په کانکور کې ګډون وکړي، ایا شونې ده چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي؟ د نجونو د زده‌کړو په هکله د طالبانو وروستيو پرېکړو يو ځل په کوردننه او بهر توند غبرګونونه راوپارولي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button