کيم جونګ اون: اټومي پروګرام پياوړي کوم

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وايي، چې د اټومي پروګرام ظرفيتونه به نور هم پياوړي کوي. 

د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس په يو تازه راپور کې ويلي، چې د دغه هېواد ولسمشر کیم جونګ اون تېره شپه په يوې نظامي اډه کې د اټومي پروګرام د پياوړي کولو او د ظرفيتونو لوړولو ژمنه وکړه.

د ياد خبري اژانس په حواله، کیم جونګ اون ټينګار کړی، چې شمالي کوریا به خپل اټومي ځواکونه په ډېرې چټکۍ سره نور هم پیاوړي او پراخ کړي.

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د دغه هېواد اټومي پروګرام پر پر سر د امريکا او شمالي کوریا ترمنځ ديپلوماتيکې اړيکې خورا ترينګلې شوې دي.

Back to top button