بلخ کې تښتول شوی ماشوم کورنۍ ته وسپارل شو

بلخ ولایت کې د عبدالرؤف په نوم تښتول شوی ماشوم شاوخوا دوه کاله وروسته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وایي، چې د عبدالرؤف په نوم یو ۱۱کلن ماشوم چې په بلخ ولایت کې تښتول شوی و د طالبانو د کشفي او امنیتي ارګانونو په هڅو بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

نوموړی ماشوم، چې دوه کاله وړاندې د انسان تښتونکو له لوري تښتول شوی و، نن د رئیس الوزارا د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له لوري د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای شو.

عبدالرؤف شاوخوا دوه کاله وړاندې په مزارشریف ښار کې ښوونځي ته پر لار د انسان تښتونکو له لوري اختطاف شوی و.
اختطاف کوونکو د نوموړي له کورنۍ څخه د هغه د خوشي کولو په بدل کې د یونیم میلیون امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.

Back to top button